دینې لیکنېلیکنې

په شعبان کې مهمې تاريخي پیښې

حسان مجاهد

۱_ د عبد الله ابن زبير (رض) زوکړه
عبد الله د «زبير» زوی او د «عوام» لمسی چې مور يې «اسماء» د أبو بکر صديق رض لور وه؛ يو له نوموتو او زړورو صحابه کرامو څخه شمېرل کېږي.
نوموړی دهجرت په لومړي کال د شعبان په میاشت کې سترګې وغړولې، له رسول الله (ص) څخه يې په ماشومتوب کې زدکړه وکړه. نوموړی له هجرته وروسته په مدينه منوره کې لومړی ماشوم و چې وزیږید، زوکړه يې مسلمانانو لپاره دخوښۍ سبب شو؛ ځکه کفارو به ویل چې موږ په مسلمانانو جادو کړی ده چې هیڅ کله به يې اولادونه و نه شي. خو دنوموړي په زوکړه سره ددوی ادعا ناسمه ثابته شوه.
۲_ د روژې فرضيت
امام نووي رح وايي: رسول الله (ص) نه کاله روژه ونيوله؛ ځکه روژه د هجرت په دوهم کال د شعبان په میاشت کې فرض شوه او رسول الله (ص) د هجرت په يوولسم کال له دنیا سترګې پټې کړې[المجموع ۲۵۰/۶] تردې وړاندې د صحيح روایت له مخې روژه نه وه فرض شوې.
۳_ د حسین(رض) زوکړه
حسین چې دحسن ورور د حضرت علي(رضي الله عنهم) زوی او درسول الله (ص) لمسی و؛ د شعبان په دریمه نیټه وزیږید. دنوموړي په غوږ کې خپله رسول الله (ص) اذان وکړ او دعا يې ورته وکړه، د پيدايښت په اوومه ورځ يې پسه حلال کړ. له نوموړي سره د رسول الله (ص) بې کچې مينه وه رسول الله (ص) به ویل «حسين له ما او زه له ده څخه يم، هغه څوک چې له حسين سره مینه کوي؛ الله تعالی دي ورسره مينه وکړي» نوموړی په اخلاقو او بدني جوړښت کې رسول الله(ص) ته ډير ورته و، په دينداري او تقوا کې يو مثال و، ډير لمونځ ګذاره، روژه داره او سخي انسان و، له مسکينانو سره يې ناسته خوښېده، په پیاده مزل يې پنځويشت ځله حج کړی و.
۴_ دقبلې اوښتل:
رسول الله(ص) له صحابه کرامو سره په مسجد قباء کې دسهار په لمانځه ولاړ و، مخونه يې دشام لوري ته و، چې آيت نازل شو او مسلمانان دکعبې شريفي لوري ته په لمونځ کولو مامور شو[البخاري] د قبلې اوښتون دهجرت په دوهم کال د شعبان په پنځلسمه وشو.
۵_ د بني مصطلق غزا:
د هجرت په پنځم کال د شعبان په دوهمه نېټه کې دبني مصطلق غزا رامنځته شوه. ددې غزا لامل دا و، چې د بني مصطلق رئیس «حارث بن ابی ضرار» د يو شمېر عربو قبیلو په ملتيا درسول الله(ص)وژنې ته را ووتل. رسول الله(ص) يو صحابي برديده بن حصيب (رض) ور وليږه ترڅو حال راوړي، نوموړی ورغی او له حارث سره مخامخ شو، خبرې يې ورسره وکړې او بیرته رسول الله(ص)ته را ستون شو او له کیسې يې خبر کړ. له دې وروسته د مسلمانانو او کفارو لښکرونه سره مخامخ شو او تر منځ يې غزا رامنځته شوه. مشرکينو ماته وخوړله، مسلمانان بريالي شو او ډيري مينځې او غنيمتونه يې لاسته راوړو. په دې پيښه کې دمنافقينو منافقت هم څرګنده شو او د«إفک» په نامه؛ په بي بي عايشې (رضي الله عنها) باندې دتور پوري کولو پېښه هم رامنځته شوه.[ الرحيق المختوم۳۱۹] ۶_ د«فدك» سريه
د غه سريه د هجرت په لسم کال د شعبان په میاشت کې د حضرت علي (کرم الله وجه) په مشري ولیږل شوه. لامل يې دا و چې بني سعد قبيله په «هوازن» نومي ځای کې ددې لپاره راټول شو چې د خیبر له خلکو سره دمسلمانانو په خلاف ودريږي. په همدې وخت کې رسول الله (ص) دعلي (ک) په مشرۍ يوه سريه ور ولیږله، چې د شپې به کمين وو او د ورځې به روان وو. په لاره کې د بني سعد قبيلې له يو نفر سره مخ شو، هغه دقبيلې په اړه خبرداری ورکړ چې هغوی د سريې(مسلمانانو) له ويرې وتښتيدل. په پایله کې مسلمانان بیرته له ډیرو غنيمتونو سره را ستانه شول.
۷_ د «دومة الجندل» سريه
دغه اووه سوه کسیزه سريه په شعبان کې رسول الله(ص) د عبد الرحمن بن عوف رض په مشرۍ هغو نصاراوو ته وليږله چې دشام او جزيرة العرب ترمنځ وو. نوموړي امير لومړی درې ورځې دوی اسلام ته را وبلل او بيا له هغه وروسته يې اسلام قبول کړ.
۸_ د«تربة» سريه
د هجرت په اووم کال په شعبان کې رسول الله(ص)دحضرت عمر فاروق رض په مشرۍ ديرش کسيزه ډله«تربة» نومي ځای ته ولیږله. عمر فاروق رض د ديرشو تنو په ملتيا روان شو، د شپې به کمين و او د ورځې به روان و، کله چې خپل ټاکلي ځای ته ورسېدو؛ نو هوازن قبیله وتښتېده او عمر فاروق رض له هيڅ چا سره مخامخ نه شو او بېرته مسلمانان روغ رمټ را ستانه شول.
۹_ د«خضرة» سريه
دهجرت په اتم کال په شعبان کې رسول الله (ص) د أبو قتادة رض په مشرۍ پنځلس کسیزه ډله د غطفان قبيلې په وړاندې «خضرة» نومي ځای ته ولیږله، دغه ځای په نجد کې واقع و. لامل يې دا و چې غطفان قبيلې مدينې منورې ته د جنګ اراده کوله. مسلمانانو ورسره جګړه وکړه او بیرته مدينې منورې ته بريالي راستانه شول.
۱۰_ د«حصيد» غزا
د مسلمانانو او فارس امپراتورۍ ترمنځ دغه جګړه دهجرت په دوولسم کال په شعبان کې رامنځته شوه. دمسلمانانو مشر قعقاع بن عمرو تميمي رض او دفارسيانو مشر «زرمهر» و. په دې جګړه کې مسلمانان په پوره توګه بريالي شول، ډیر فارسيان او ددوی اتباع ووژل شول، ډير غنيمتونه يې لاسته راوړو او د کفارو مشر «زرمهر» د مسلمان امير قعقاع بن عمرو تميمي رض په لاس ووژل شو. (الطبري – تاريخ الرسل والملوك المجلد الثالث ص 38.)
۱۱_ د«جسر» غزا
د هجرت په ديارلسم کال د شعبان په درويشتمه نېټه دمسلمانانو او فارس امپراتورۍ تر منځ جګړه ونښتله. دمسلمانانو مشر«أبو عبيد بن مسعود الثقفي» و چې د شعبان په دریمه عراق ته ورسید، د شعبان په اتمه يې لومړۍ د «نمارق» غزا، د شعبان په دوولسمه د«سقاطيه» غزا، د شعبان په اوولسمه د «باقسياثا» غزا او له هغه وروسته د شعبان په درويشتمه نېټه دغه د«جسر» غزا رامنځته شوه. د شلو ورځو په اوږدو کې مسلمانان په دریو جګړو کې بريالي شول، مګر يوازې په وروستۍ جګړه «جسر»کې نا کامه شول، په دې جګړه کې يې دمشر (أبو عبيد) په ګډون زيات شمېر مسلمانان شهيدان شول، دنوموړي امیر له شهادت وروسته دلښکر مشري مثني بن حارثه په غاړه واخيسته، خو له ده سره يوازې دوه زره جنګيالي پاته شو او نور څلور زره شهيدان شول.(تاريخ الأُمَم وَالمُلُوك)
۱۲_ دهشام بن عبد الملک خلافت
هشام بن عبد الملک ديزيد ورور د هجرت په (۱۰۵) کال د شعبان په میاشت کې دخلافت واګې په لاس کې واخیستې، نوموړی لسم اموي خليفه و او د واک په موده کې يې دخلافت لمن ډيره پراخه شوه. نوموړی ډیر هوښيار او دعلم شوقي و، په دوران د خلافت کې یې ډیر تصنیفات له نورو ژبو څخه عربي ته وژباړل شول، اقتصاد قوي شو، امن رامنځته شو خلاصه دا چې نوموړی هغه خليفه و چې اسلام ته يې پوره خدمت وکړ او دهجرت په (۱۲۵) کال وفات شو.
۱۳_ دقاضي عیاض زوکړه:
مشهور قاضي(عیاض) د هجرت په څلورمه هجري پېړۍ د شعبان په پنځلسمه نېټه وزیږید. په مدينه منوره کې لوی شو، زدکړې يې وکړې، دمدينې منورې د شيوخو شاګرد پاته شو، په اته ويشت کلنۍ کې د مناظرې لپاره کېناست او په پنځه ديرش کلنۍ کې قاضي شو.
۱۴_ د«رملة» تړون
دغه تړون په (۵۸۲) هجري سنه کې د شعبان په درويشتمه نېټه؛ ددریمې صليبي جګړې په موده کې د صلاح الدين ايوبي رح او ریشتاد تر منځ د يولړ شرايطو سره لاسليک شو چې له مخې به يې بیت المقدس دمسلمانانو تر ولکې لاندې وي.
۱۵_ د ابن کثير رح مړينه
اسماعيل بن عمر چې په ابن کثیر مشهور دی؛ په (۷۰۱) هجري سنه په دمشق کې پيدا شو او په(۷۷۴) هجري سنه د شعبان په میاشت کې وفات شو. نوموړی له پلاره د دوو کلونو يتيم پاته شو. په ماشومتوب کې يې زدکړو ته مخه کړه او له دې وخته لا په قوي حافظه او لوړ همت مشهور و.
نوموړی له سترو مفسرينو، محدثينو، مؤرخينو او مصلحينو څخه شميرل کيږي او په تفسیر، حديث، سيرت او تاريخ کې يې ډير کتابونه ليکلي دي (رحمه الله رحمة واسعة) یادونه! سريه هغه لښکر ته ویل کېږي چې رسول الله(ص) به پکې ګډون نه و کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *