دینې لیکنې

اې انسانه فکر وکړه !

فرید احمد مبارز

اې انسانه! الله (جل جلاله) ځمكه ستا د كور فرش، آسمان یې ستا د کور چت، ستوري ئې فانوس، لمر یې څراغ او سپوږمۍ یې د شپې شمع نه دي درته ګرځولي.
اې انسانه! الله (جل جلاله) ستا د ښووني او لارښووني لپاره ستر او عظيم كتاب چي د کفر، شرک، بدعت، ظلم، زور، زیاتي، بې اتفاقۍ او ناپوهۍ څخه دایمان، توحید، سنت، عدل، یووالي او پوهي لوري ته راوبولي نه دی رالېږلی.
اې انسانه! الله (جل جلاله) له آسمانه اوبه نه را اوروي، په دغه باران سره مځکه نه شنه کوي، د ژوندي موجوداتو زړي پر خوځښت، ودي، نمو او وچي پاڼي پر ګل، دانه او میوه نه راولي.
اې انسانه! الله (جل جلاله) ته د فزيكي، مادي او معنوي پلوه متعادل نه یې پیدا کړی، دوې سترگي، دوه غوږونه، دوه لاسونه، دوې پښې، او د بدن نور غړي یې ښه او غوره نه دي درکړي.
اې انسانه! الله (جلا جلاله) مرگ او ژوند نه دی پيدا كړى، مړو توكو ته ژوند نه وركوي او ژوندو ته مرگ، هم ژوند د ده پیرزوينه او د قدرت نښه ده او هم مرگ.
اې انسانه! الله (جلا جلاله) ځمكه موږ ته نه ده مسخره كړې، زموږ په خدمت کي نه ده، رزق او روزي له همدې مځکې څخه نه راکوي، پر اوږو يې نه درومو او د خپلي اړتیا او ضرورت هرڅه نه ورڅخه ترلاسه کوو.
اې انسانه! پرته له دې چي اجازه تر لاسه كړي، اعصاب او د وجود سلول سلول دي د فطري الهي جوړښت مطابق خپل خپل كار نه كوي، د خوب او ويښې سويچونه، د صحت او لیونتوب کارونه ستا له واکه بهر نه دي.
اې انسانه! الله (جلا جلاله) د هغو كسانو لپاره چي ایمان يې راوړى او ځان (له نافرمانیو) ساتي په دنيا او اخرت کي د کامیابۍ زیری نه ورکوي.
نو اې انسانه فکرې دی، د الله (جل جلاله) د عظمت او لويي په وړاندي بوټي او ونې هم په سجده لگيا او د خپل رب په وړاندي تسلیم دي، همغه كار كوي چي الله سبحانه وتعالى پرې گمارلي، ته څه شي د خپل رب په اړه غولولى يې او څه شي دې ته هڅولی یې چې خپل رب هیر کړې او له اوامرو یې سرغړنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *