دینې لیکنې

دې ته ایمان وایي !

لیکوال: مفتي حبیب
د ۱۳۷۹ کال دجوزا لسمه وه چې د دارالعلوم حقانیې په دارالحدیث کي له دولسو سوو ملګرو سره یوځای د محترم استاذ سیدشیرعلي شاه مدني (رحمه الله تعالی)دترمذي شریف درس ته ناست وم، له کوم حدیث شریف څخه چی درس پیل کېدو؛ محترم استاذ له هغه وړاندي وویل:
طالبانو! دایمان په مسئله کي ښه خبره داده چي ایمان زیادت اونقصان نه لري خو قوت اوضعف یې یقيني خبره ده، زه به له تاسو سره په سترګو لیدلی یومجلس شریک کړم.
هغه دا چې يو وخت دنړۍ ستر طاقت امريکا پرافغانستان باندي دیرغل ګواښونه کول، دنړۍ ټول کفري هیوادونه دیوه ځواکمن اوغریب هیواد تر منځ دجګړې نندارې ته انتظار وو.
دا وخت ځینو دوستانو غوښتل چي طالبان ضعیف دي که له خپل موقف څخه شاته شي؛ نو ښه به وي. په دې تړاو موږ يو څو تنه دامیرالمومنین ملامحمد عمرمجاهد (رحمه الله تعالي) د ملاقات لپاره کندهار ته لاړو او له نوموړي سره مو دهغه په دفترکي وکتل، موږورته وویل: محترم ملاصاحب! داچي اوس مهال اسلامي امارت په خطرکي دی که داسامه بن لادن امریکا ته دسپارلو یوه لاره جوړه شي
ښه به نه وي؟
ملامحمدعمر مجاهد علماوو ته مخ راواړاوه او ويې ویل: «سمه ده زه به اسامه امریکاته وسپارم خو دقیامت په ورځ که ماته الله جلَّ جلالُهُ ووايي چې ته دمسلمانانو مشر وې يوڅه قدرت مي درکړی و، ولي دي خپل مسلمان ورور کفاروته وسپاره؟! زه به ورته په ځواب کې څه وایم؟! آيا تاسو یې جواب لرئ او تاسي ما د رب په حضور کې خلاصولای شئ؟! حدیث شریف دی: انَّ رَسولَ اللهِ صلی اللهُ علیهِ وسلَّمَ قال اَلْمسلمُ اخوُالمسلمِ لایَظلمهُ ولایُسلمهُ
وَمن کان في حاجةِ اخيهِ کان اللهُ في حاجتهِ الحدیث رواه ترمذي لومړی جلد ۲۶۳ مخ.
ژباړه: مسلمان دمسلمان وروردی، تېری به نه باندي کوي اودښمن ته به يې نه سپاري څوک چي دخپل ورورحاجت پوره کوي الله تعالی به دده حاجت پوره کړي.
زه وايم: اسامه څه کړي دي؟ ډېرکلونه کېږي له خپل هيواد څخه دلته راغلی دی، دشوروي پر ضد جهاد کي یې ډېري قربانۍ ورکړې دي اوس هم دیني خدمتونه کوي، زه خو الله تعلی ته زارۍ کوم چې خدایه! که دې داسامه دمرګ فیصله کړې وي په افغانستان کي یې مه وژنه او هغه ته اوږد ژوند غواړم»
مرحوم استاذ سید شیرعلي شاه مدني( رحمه الله تعالي) وويل: ټولوعلماوو ځمکي ته کتل اوژړل يې موږ کوم جواب له ځانه سره نه درلود او له ځان سره مو ویل؛ دې ته ایمان وايي.
نوموړي زياته کړه: طالبانو! ګورئ (دغه دقوي ایمان یوښه مثال دی)
له دې وروسته محترم استاذ په خپل درانه غږ
له پورته حدیث شریف څخه درس پیل کړ …

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *