بېلابېلې لیکنې

د اسلامي عزت ساتنه هم يوه اهمه فريضه ده!

دا چې افغان ولس د خپل هېواد د ازادۍ او خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره د تاريخ په هره دوره کې بې سارې

ابو عمر
دا چې افغان ولس د خپل هېواد د ازادۍ او خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره د تاريخ په هره دوره کې بې سارې قربانۍ ورکړې او د نړۍ د زياترو ملتونو په نسبت يې لا تر اوسه هم خپل خان خپلواک ساتلی او ډېر لږ يې د پرديو فرمايشات منلي، اوس يو مسلم واقعيت دی.
خو له بده مرغه تېرې شل کلنې دورې بيا هم زموږ د مېړني او دينداره ولس پر اخلاقو او عاداتو څه نا څه منفي اغېز پرېښی دی.
د مثال په ډول اوس مهال چې د فقر، بې روزګارۍ او بشري ناورين په هکله شپه ورځ کومې نارې، سورې او شکايات روان دي، پرته له شکه په حقيقت کې د همدغه تېر شل کلن تپلي حکومت د غلطو اقتصادي پاليسيو نتيجه ده. ځکه همدوی وو چې هېوادوال يې په بهرنيو مرستو روږدي او متکي کړل. او دا خو يقيني وه چې پردۍ مرستې به هرو مرو يوه ورځ بندېدلې او ملت به له همداسې يو ناوړه حالت سره مخ کېدلو، خو د وخت واکمنو فقط د ځاني ګټو په خاطر له همدغسې يو روښانه حقيقت سره هم بې پروايي کوله، تر دې چې اخر پای پر دې ساده زړي ولس هماغه ورځ راورسېدله.
البته دا ډېره ښه شوه چې هغه ورځ په داسې حال کې راغله چې د خدای تعالی فضل دی؛ ملت مو نور د يرغلګرو او بهرنيو جاسوسانو له هر ډول زنځير او زولنو ژغورل شوی او خپلو ګردو تصاميمو کې بشپړ خپلواک دی.
په دې حساب نو دا وخت زموږ د هر فرد لپاره دا هم خورا مهمه فريضه ده چې د خپل اسلامي او ملي غيرت د خونديتوب په پار له موجوده حالاتو سره هم د خپل صبر، زغم او ثبات په وسله ښه په مېړانه مقابله وکړي او نړۍ والو بدماشانو ته دا هم ور وښيي، چې موږ نه يوازې د جګړې په ځاني مصائبو او غمونو کې د لوی زړه خاوندان يو، بلکې د دوی له بنديزونو منځ ته راغلې تنګسې، لوږې او بې وزلۍ سره هم ښه په نره مقابله کولی شو.
ځکه له دښمن سره د ميداني قتال په شان دا هم زموږ يوه ايماني فريضه ده چې په هر حال د خپل اسلامي عزت هم ډېر خيال وساتو. په دې مانا چې هيڅ مسلمان افغان نه خو د لوی څښتن د دښمنانو بشري مرستو ته سترګې ونيسي او نه يې مننه وکړي. ځکه يادې مرستې هم طبعاً مشروطې او د هغوی پر خپل لاس (يو – اِن) خلکو ته رسول کيږي، چې د يو مسلمان امت په توګه زموږ لپاره سل رنګه بې پتيو، شرمونو او پېغورونو سره تړلې وي. بناء پر دې زموږ ټولو لپاره فرض عين ده چې اوس انتهايي ډېره سختي وزغمو، خو د راتلونکې لپاره د پرله پسې کار، محنت او خولو بهولو پر مټ خورا ښه، سوکاله او ازاد ژوند تضمين تر لاسه کړو. خو دا ياد ساتئ، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره د حکومت له خوا د غوره، اغېزناکو او ګټورو پلانونو جوړول بيا خامخا د حکومت ذمه واري ده. ځکه خو لويانو مسؤلينو ته لازمه ده چې شپه ورځ فکر او کار وکړي او له خوبونو، هوسونو او وخت ضايع کولو په کلکه ډډه او پرهېز وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *