دینې لیکنې

د دعا کولو اداب

ژباړه: عمر حامد
که چیری تاسو د هیواد جمهور ريیس او یا کوم بل ملی شخصیت له خوا وبلل شی چی ورسره د خپلو اړتیاو په هکله خبری وکړی نو تاسو به دغه ملاقات ته څنګه تیاری نیسی؟ تاسو به خامخا د ټولو نه ښی جامی اغوندئ او د ملاقات په وخت کی به ښه الفاظ استعمالوئ او منطقی خبرې به کوئ. او د غوښتنی په وخت کې به ورته خامخا وایی چی تاسو په دی باور یاستی چی ستاسو هیلی او غوښتنی به پوره کیږي.
اوس سوال دادی چې ایا مونږ د دعا په وخت کې د دعا کولو اداب مراعاتوو؟ ایا موږ په پوره باور سره دعا کوو؟ نو راڅی چې لاندې ټکی په غور سره ولولو:
تر ټولو نه غټ دلیل چې زموږ دعاګانی نه قبلیږی د الله (ج) په باره کې زمونږ یو لړغلط ګمانونه دي.
د قران مجید په سوره نمل ۲۷-۶۲ کی راغلی (بلکی هغه ذات غوره دی چی د مجبور (او عاجز) سوال قبلوي، کله چی هغه الله وبلي او هغه تکلیف (او سختی) لری کوي او تاسې د ځمکی خلیفه مقرروي. ایا له الله ج سره بل معبود شته؟ او تاستو ډیر لږ نصیحت منئ.
حضرت عمر رض ویل چی زه د الله (ج) په ذات پوره یقین لرم چې زما دعاوی خامخا قبلوي، خو د خپلی دعا په هکله اندیښمن یم چی ایا زه دعا په پوره باور سره کوم.
حضرت محمد (ص) وايي چی الله (ج) د هر مسلمان دعا قبلوي، په دی شرط چې د ګناه کولو چانس او یا هم د خپلوي د ختمولو خطر پکې نه وي خو شرط دادی چې مسلمان بی صبري ونه کي. موږ وپوښتل چی بي صبري نه مطلب څه دی؟ رسول الله ص وویل چی بي له صبري نه مطلب دادی چې بنده په دی ګمان چې الله می دعا نه مني دعا کول پریږدي چې داسې نه ده.
په خپلو اعمالو باید غور وکړو: د دوامداره ګناهونو کول او توبه نه ایستل ددې سبب ګرځی چې د انسان دعاوې قبولې نشي. نو په دې خاطر لازمه ده چی موږ خپلو اعمالو باندې غور وکړو، له ګناهونو توبه وباسو او الله ج ته رجوع وکړو.
د دعا کولو نه مخکې لازمه ده چی د الله ج حمد او ثنا ووایو او په رسول الله ص درود واستوو.
روایت دی چې حضور پاک یو کس د دعا کولو په حالت کې ولیدو نو ویې ویل چی دا کس ډیر تلوار کې دی. او هغه یې راوغوښت اوورته یی وفرمایل: کله چې د تاسو نه څوک الله ج ته دعا کوي نو باید لمړی د الله ج حمد او ثنا ووایي بیا دی په رسول الله ص درود واستوي او دهغې نه وروسته دی دعا وکړي. ددعا وخت کې لازمه ده چې په غوره الفاظو دعا وغوښتل شي. د ټولو نه غوره الفاظ د الله ج مبارک نومونه دي. د مثال په ډول د دعا په وخت کی الله ج د الرحمن الرحیم په نومونو مخاطب کول. ددعا وخت کی مخ قبلی ته اړول، په سجودو کی دعا غوښتل، د اذان او اقامی منځ کی دعا کول، په تهجد کی دعا کول، د دعا نه مخکی خیرات ورکول او د کوم غریب مدد کول، د بل مسلمان د خوشحالی سبب جوړیدل، د دعا نه مخکی اودس کول مناسب عملونه دي چی ددعا د قبلولو سبب جوړیدلای شي.
الله ج څه ډول زمونږ دعاوو ته ځواب راکوي؟
رسول الله ص وايي الله ج چی هر هغه دعا چی د ګناه او د خپلوي او قطع تعلق ګمان په کې نه وي په دری ډوله ځوابوي، یا یې سمدستي قبلوي، یایې ثواب په اخرت کې ورکوي، او یا په همغه اندازه مصیبت د بنده نه لری کوي. په اخر کې لازمه ده چې ووایم د الله ج نه تل ددی او هغی دنیا د کامیابي او ښیګڼو لپاره دعاکوی. الله دې ټول مسلمانان په خپله پناه کې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *