لیکنېمقالی اوتبصرې

د فکري، فرهنګي او رواني سنګر مجاهدینو ته  دې پام وشي!

نن غواړم په متفاوته برخه کې یو څه ولیکم او هغه ستړې چې د شل کلن جهادي بهیر پر مهال د نظامي ډګر د ستومانه مجاهدینو تر څنګ د فکري او رسنیز ډګر هڅانده مبارزینو وګاللې، تر منځ یې د تړاوونو او د دواړو مبارزو په ارزښتونو لنډه تبصره وکړم.

خالق یار احمدزی

نن غواړم په متفاوته برخه کې یو څه ولیکم او هغه ستړې چې د شل کلن جهادي بهیر پر مهال د نظامي ډګر د ستومانه مجاهدینو تر څنګ د فکري او رسنیز ډګر هڅانده مبارزینو وګاللې، تر منځ یې د تړاوونو او د دواړو مبارزو په ارزښتونو لنډه تبصره وکړم.

تاسو ته څرګنده ده چې، د تیرې ادارې پر مهال د ناټو ځواکونو، بهرنیو سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما)  سربیره،  د ارګ تر چتر لاندې له مختلفو سوژو څخه رسنۍ سپانسر کیدې، د اشغال او اشغالګرو حامیانو په غوښنو امکاناتو نازول کیدل او د جګړییزو مصارفو معادل لګښتونه یې په تبلیغاتي سنګرونو لګول.

هغوی له پیله پتییلې وه، چې د واک او ځواک تداوم یې یواځې له تبلیغاتي لوډسپیکر څخه خوندي کیدای شي او په همدې موخه یې لکه څنګه چې په نظامي برخه کې مختلفې جبهې او ځواکونه جوړ وه، د تبلیغاتي آدرس لپاره یې هم ډول ډول د سوق الجیشي  مورچې عیارې کړې وې؛ د پروپاګند خپرولو ادرس، د فیک او ناسمو خبرونو د تنشیر سټدیوګانې، د بهرنیو ناوړه سریالونو د دوبله کولو کسان، د ټولنیزو رسنیو په برخه کې کرایي لیکوالان، د هنر او موسیقي د ترویج لپاره د ستاره افغان په څیر ځانګړې فحش برنامې، په هیواد کې د جګړییز وضعیت د نورمال ښودلو او د مخالفینو «مجاهدینو» د ناکامۍ لپاره په سلګونو چاپي، انځوریزې او غږیزې رسنۍ او په زرګونو خبریالان…. هغه څه وه، چې د دوی ترسیم شوې خیالي باچایي یې لکه پوکاڼۍ پړسولې وه او ددې لپاره یې په میلیونونو ډالر ورځني مصارف درلودل.

داچې د اسلامي امارت لخوا یې پر وړاندې په نشت امکاناتو مخلصانه مبارزه د بریا تر پوړیو ورسیده، لامل یې د رهبري سپیڅلتیا، د قلمي مبارزینو ژمنتیا او اطاعت او له سنګري مجاهدینو سره بشپړه همغږي وه؛ چې هم یې د کابل ادارې په زرګونو تبلیغاتي چینلونه تر سیوري لاندې راوستلي وه، هم یې د بهرنیانو په ننګه دکرایي ملایانو فتواوې چلنج کړې وې او هم یې د جهادي بهیر په بریا کې څرګند مؤثریت درلوده.

که اوس تر ډیره د فکري سنګر ملګري سره پاشل شوي، ځینې یې د پخوا په څیر د اطاعت له پولو د وتلو هڅه کوي او ځینې یې هم له دې امله د مایوسي اوښکې تویوي، چې ګواکې پر ځای یې پرونیو مخالفینو ته اقتدار ورکړل شوی، هغه عوامل دي، چې باید ګټې او زیانونو باندې یې لږ رڼا واچوو…..!

تر فتحې وروسته مو داسې فعال فرهنګي مبارزین هم وه، چې  له دې امله له پیغوریزو نیوکو سره مخ شول، چې ګواکې د جګړې په سنګرونو کې نه وه لیدل شوي، هغوی چې د ښارونو په منځ کې یې د دښمن پر وړاندې د تبلیغاتي جګړې سنګر ګرم ساتلی وه او د دښمن لخوا د نیول کیدو پر مهال به یې تر وسلوال مجاهد تعذیبول څو چنده زیات وه؛ ددې پر ځای چې د ستاینې په ګلونو ونازول شي، لا څنډې ته پریښوودل شول.

که له مبالغې ور آخوا ووایو، دوی که د وسلوال مجاهد څخه زیات خدمت نه وي کړی، کم یې هم نه دی کړی؛ په فکري برخه کې یې د دښمن ملاتړي راخپل کړل، د دښمن د فکري جګړې دامونه یې وشلول، د دښمن په منځ کې یې نفوذ وکړ او حتا دښمن یې په خپله لومه کې ښکار او تس نس کړ.

د اسلامي امارت لیډرشیف څخه احترامانه تقاضا کوو، چې د یو څو غوښتنو په منلو کې راسره هغه ژمنتیا ثابته کړي، چې پخوا یې راسره درلوده….!

۱_د فکري او فرهنګي ډګر مخکښان دې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې تقدیر او وستایل شي، څو دا وانمود کړي، چې امارت څومره د فرهنګ او ادب برخې ته ژمن دی.

۲_د ټولو وزارتونو ویاندویان، د اطلاعاتو فرهنګ رئیسان او د ملي او حکومتي رسنیو مشران دې د فرهنګي کمېسیون له پخواني نوملړ څخه وټاکل شي او د یاد کمېسیون مربوط ملګري که تر فرهنګي امورو ور آخوا په نورو اداراتو کې په کار بوخت وي، باید خپلې اډانې ته راوستل شي؛ ځکه هغوی د امارتي پالیسي سره په ټوله معنا بلد او په دې برخه کې د باور وړ خلک دي.

۳_ له رسنیزې برخې نیولې، بیا د ترانو او فلمونو تر جوړولو؛ هغه مختلفې برخې چې د فکري او فرهنګي مبارزې لپاره اړینې دي، باید مشري یې د تیر فرهنګي کمېسیون په اډانه کې لوبیدلې څیرې واخلي، څو په دې توګه په پخواني متانت او کلکه ژمنتیا دا برخه غښتلې وساتي.

۴_د مخابراتو وزارت په همغږي دې،  ټولنیزو رسنیو برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي او ټول هغه سهولتونه چې تیرې ادارې خپلو منسوبینو ته تیار کړي وه، د مجاهدو فعالانو لپاره دې هم غم وخوړل شي.

 ۵_د پخواني فرهنګي کمېسیون ټول منسوبین باید وخت پر وخت علمي سیمنارونو او د لوړو زده کړو لپاره په کوردننه او بهر کې نوموتو پوهنتونونو ته ور وپیژندل شي.

۶_د امارت ټول اړوند سایټونه، مجلې او نور رسنیز وسایل باید فعال وساتل شي او که شونې وي، باید د الاماره په نامه نړیوال سایټ، تلویزیون او راډیو جوړولو باندې اقدام وشي.

دا او دې ته ورته غوښتنې هغه واقعیتونه دي، چې که ورته پام وشي، د فکري او فرهنګي برخې د میدانونو سوبه هم په خپل نوم کوو او هغه فکري مخالفې پرګنې به چې ناوړه تبلیغات یې په مغزو کې پیچکاري شوي، هم راخپل کاندو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *