روغتیا

د لیمو اوبو حيرانونکې ګټې

له وېټامين C څخه غني لېمو، که له يوې خوا د غذایي توکو د خوند زياتولو لپاره کارول کېږي، له بلې خوا ډېرې زياتې ګټې هم لري، چې حيران به مو کړي.
لیمو له بدن څخه د زهرجنو او بې ګټې موادو د اېستلو، د مخ روڼ ساتلو، وزن کمولو او د ګڼو ګټو په ګډون يو څو نورې ارزښتمنې ګټې هم لري.
د لیمو اوبه کارولې، ډبرو ته په کتو، تاسو به هرو مرو کوښښ کوئ چې په خپل ورځني غذايي رژيم کې ورته کافي ځای ورکړی. راځئ! د لیمو اوبو (شربت / محلول) له ګټو په ګډه سره ځانونه خبر کړو….
پوستکی تازه او ځوان ساتي:
مونږ ورځ په ورځ د عمر له مخې مخ پر وړاندې روان يو. خو کولی شو چې پوستکی هماغسې ځوان او تازه وساتو. له C وېټامين څخه د غني والي له امل د لیمو اوبه د پوستکي د کمزورو او له کاره لوېدلو حجرو (ژونکو) د ترميم لپاره مرستندوی دی او هم د پوستکي پر مخ داغونه، کرښې او خراشيدګي کموي.
له کوچنيو دانو او ګرمکو مو ژغوري:
د لیمو اوبو کافي کارول، پوستکی له دننه خوا څخه ر غوي، په دې سره د پوستکي د پاسه د تېرسري او دانو نښانې او ګرمکې له منځه وړي.
قوي وېښتان مو په برخه کوي
د لیمو اوبه ستاسې وېښته هم ساتي. د لیمو په اوبو کې شته خصوصيات د وېښتو ريښې قوي کوي او هم د وېښتو په زياتوالي کې ګټور ثابتيږي او د دې ترڅنګ د لیمو اوبه تاسو نه اړ باسي، چې په وېښتو بيا ډېر تېل ولګوئ.
د وينې بهېدنې بهير کموي:
که ستاسې وورۍ وينې کيږي، نو يو ګيلاس تړمو اوبو ته له لیمو څخه زبېښلې غليظې اوبه ور ګډې کړئ، بيا يې په ډکه خوله غرغړه کړئ، تاسې به حتماً د وورۍ په وينې بهېدو کې کمښت ووينئ!
لامل يې دا دی، چې د لیمو په اوبو کې د صفايي او مکروب ضد خصوصيت شته، چې پر مټ يې د خولې بکتريا له تخريب څخه غورځوي.
د لېمو د اوبو غرغړه د وريو د ستونزې کمولو ترڅنګ ستونی هم سموي او د ګرمايش په کمولو کې هم مرسته کوي.
د هضمي سيسټم په غوره والي کې مرسته کوي:
که د ګيس له امله مو ګېډه کې درد وي او يا پړسېږي، نو يو وار بيا په يو نیم ګيلاس نيم ګرمو اوبو کې د لیمو اوبه ورګډې کړئ او په دمه دمه يې وڅښئ. په دې سره به مو نه يوازې دا چې درد کرار او پړسوب کم شي، بلکې د هضم عمل به مو هم بهتر شي.
پښتورګي مو روغ ساتي:
ټول پوهيږو، چې زياتې اوبه څښل د پښتورګو لپاره ګټورې دي، خو پر دې به نه پوهېږئ، چې د لېمو د اوبو څښاک په ډېرې چټکۍ سره زموږ له بدن څخه زهرجن مواد بېرون باسي، چې د دې خاصيت په لرلو سره د پښتورګو لخوا د اطراح عمل خورا آسانوي او پښتورګي د ډېر فعاليت بوج ته نه پرېږدي.
دفاعي سیستم قوي کوي
لیمو خورا ډېر C وېټامين لري ، دغه وېټامين مدافعي قوت غښتلی کوي، په دې سره نه يوازې دا چې د وجود مدافعتي نظام ښه کيږي، بلکې له ناروغيو سره مو مقاومت هم ډېروي.
د سږيو لپاره ګټوره منبع ده:
که تاسې په دوامداره توګه د ساه اخيستنې له ستونزې يا د هوايي لارې له التهاب (سوزش، پړسوب او درد) سره مخ يئ، نو په دغو ستونزو (ناروغيو) کې هم د لیمو اوبه ستاسې مرسته کولی شي. لازمه نه ده، چې ناجوړتيا به مو پاکه ختمه کړي، لاکن هره ورځ د لېمو د محلول (يو ګيلاس) څښل به مو تنفسي سيسټم ډېر ښه کړي.

ډاکتر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *