لیکنېمقالی اوتبصرې

د هېواد اقتصادي ودې لپاره رېللاره ډېره مهمه ده

افغانستان د جغرافیایی موقعیت له امله سمندرته مستقیمه لاره نه لري او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره تړل ورته خورا ډېر ارزښت لري،چې د همدی اصل په پام کې نیولو سره د اسلامي امارت د مشرتابه د هڅو له امله د سیمې له هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو په لړکې له حیرتانو څخه تر مزارشریف پورې د ۷۵ کيلو مترو په واټن د وسپنی پټلۍ لا د مخه جوړه شوې، چې له دې لارې د مختلفو توکو سوداګري له افغانستان سره جریان لري او اوس د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان استازو په تاشکند کې د افغان ټرانزيټ د پروژې څانګه هم پرانیستې او ویل شوي چې په کابل او پاکستان کې به هم د دې پروژې څانګې پرانیستل شي، دغه راز ویل شوي چې د دې پروژې په پرانيستلو به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل شي او افغانستان به هم د ټرانزیټ له پلوه د پام وړ ښه عاید ترلاسه کړي…د یادونې وړ ده چې افغانستان اوس په کمه اندازه د ریل پټلۍ په درلودلو سره په سیمه کې ریل خط لري ، د افغانستان ټرانزیټی او ترانسپورتی ستونزو ته په کتو سره ریل پټلۍ د هیواد د اقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده ، ځکه د وسپنې پټلۍ د سیمی له هیوادونو سره د وصلېدو ترڅنګ له اقتصادي او امنیتی پلوه هم خورا ډېر ارزښت او اهمیت لري، نو افغان ولس هم هرهغه خوځښت او نوښت ته چې پایله یې د افغانستان د اقتصادي ودې، د امنیت ټینګښت او پرمختګ باعث شي د قدر په سترګو ګوري او د زړه له کومي یې ستایي ، په دې هیله چې د افغان ترانزيت پروژه په ښه ډول عملي شي او هم د حیرتان بندر د پتلۍ له لارې افغان سوداګر خپل تجارتې توکي او محصولات له چین سربېره اسیا او آن اروپا ته هم صادرکړي چې د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ د هیوادونو د خلکو د نږدیوالی ترڅنګ اړوند هیوادونه هراړخیزې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي، نو پاک الله (ج) دې په خپل رحم ، کرم ، پیرزوینې او قدرت کامله سره جګړه ځپلي افغانان په خپل پلارني ټاټوبي کې د هوسا اوبسیا ژوند خاوندان کړي اوپه هیواد کې له شته هراړخیزو اقتصادي ستونزو چې نن ورسره لاس اوګریوان يوو د تل لپاره وژغوري او ورځ تربلې دې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره په مختلفو برخوکې د دوی تجارتې او سوداګریزې راکړې ورکړې لا پسې ټینګې او پراخې کړي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *