لیکنېمقالی اوتبصرې

راځئ چې د خپلو یتيمانو او بېوزلو لاسنيوی وکړو!

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (زه او د يتيم پالونکى به په جنت کې په دې ډول يو، او بيا يې په مسواکي او منځنۍ ګوتو داسې اشاره وکړه چې په منځ کې يې څه بېلوالى و) بخاري شريف يې روايت کړى دى.
د يتيم پالنه د ګران پېغمبر صلى الله عليه وسلم سره په جنت کې د يو ځاى کېدلو او ملتيا لامل ګرځي او د يوه مسلمان لپاره همدغه وياړ بس دى، د يتيم پالنه، روزنه او نفقه د يتيم پالونکي د ښه مزاج او نرم زړه نښه ده.
د يتيم په سر د مينې لاس تېرول د زړه نرموالى راولي، سختي او بدي له منځه وړي.
د يتيم پالنه يتيم پالونکي ته په دې دنيا د الله جل جلاله له لورې د لوړوالي او نېکې بدلې زېرى ورکوي، لکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي – ژباړه : آيا د ښېګڼې بدله پرته له ښېګڼې بل څه کېداى شي؟ د الرحمن سورت (60) ايت.
مسلمانه وروره! د يوې داسې ټولنې په جوړولو کې برخه واخله چې له کينې او کرکې څخه پاکه ده، او دې ته د مينې او دوستۍ فضا وروبخښه، لکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي – ژباړه: ته ګورې مومنان چې په خپل منځي مهربانۍ، دوستۍ او شفقت کې لکه د يوه بدن غوندي دي، نو کله چې د بدن يو غړی په درد اخته شي، ټول بدن او جسم په بې خوبۍ، تبې او نارامۍ اخته کېږي. ( يانې د يوه غړي درد د ټول بدن درد دی). رواه البخاري
د يتيم پالنه د هغو ښايسته خويونو څخه ده، چې د اسلام په مقدس دين کې دغه ښه او غوره خوى لرونکى ستايل شوی دی.
د يتيم پالنه د مسلمان مال صفا او پاکوي، او دغه کار د مسلمان مال غوره او ښه کوي هغه مال چې د مسلمان سره وي.
د يتيم په پالنه کې لوى برکت ده، چې د پالونکي په روزي کې ډېروالى راولي.
د يتيم پالنه له هغه کور څخه غوره او بهترين کور جوړوي؛ په کوم کور کې چې يتيم وي او له هغه سره احسان او ښه کېږي، لکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي- ژباړه: د مسلمانانو په کورونو کې غوره او بهترين کور هغه کور ده چې په کې يتيم وي او له هغه سره ښه کېږي. رواه ابن ماجه
د يتيم په پالنه کې دا ګټه ده چې ستا له مرګه وروسته به ستا له اولاد سره ښه وشي، او حفاظت به يې وشي، او نور خلګ به ستاله اولاد سره ښه وکړي، لکه څرنګه چې الله تعالى فرمايلي دي – ژباړه: د يتيمانو پر ضايع کېدو دي وصيت کوونکي ووېرېږي او دا دي په پام کې ولري که دوی د خپل مرګ نه وروسته داسې کمزوری اولاد پرېږدي چې دوی پر هغوی وېرېږي نو دوی به څومره ځورېدلي وو. دوی بايد له الله جل جلاله نه ووېرېږي او يتيمانو ته دې سمه، خوږه خبره وکړي. سورة النساء الاية (۸)
يتيم پالنه يو فرصت او غنيمت دى چې وخت او مال دواړه د الله جل جلاله په عبادت کې مصرفيږي.
يتيم پالونکي ته الله جل جلاله د يتيم پالنې بدله او عوض په دنيا او اخرت کې ورکوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي- ژباړه: داسې ورځ نشته چې په هغې کې دوې ملايکې داسې غږ نه کوي بلکې هره ورځ دا دواړه ملکي داسې غږ کوي چې اوله وايي: اى الله نفقه او خرڅ کوونکي ته بدله او عوض ورکړې او هغه بله ملايکه وايي: اى الله بخيل او لاس نيونکی ته تبايي او هلاکت ورکړې، او يا څنګه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا ده.
يتيم پالنه د نيکيو او ښېګڼو حاصلول او لاسته راوړل دي، او له ناکاره او بدو کارو څخه ځان ژغورل، او د بديو له منځه وړل دي.
د پورتنۍ ليکنې په رڼا کې ويلاى شو چې لوى وياړ دی هغه چا لره چې د دغه ګټورو فايدو څخه په ګټنې د يتيم په پالنه کې هر راز مرسته، خواخوږي او احسان وکړي، او د يتيم په پالنه کې د وس مطابق هيڅ امکان ونه سپموي څو د دنيا او اخرت غوره برخې يې په برخه شي.

فضل محمد فيضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *