شعرونه

غزل

لکه پـه ګل بـاندې چې نــم پـرېـوځي داسـې زمـا پـر اوږو غــم پــرېـوځــي زړه مــې سـتا يــاد ســره زره زره شـي لکــه پــه چـا بانــدې چې بم پرېوځي

لکه پـه ګل بـاندې چې نــم پـرېـوځي

داسـې زمـا پـر اوږو غــم پــرېـوځــي

زړه مــې سـتا يــاد ســره زره زره شـي

لکــه پــه چـا بانــدې چې بم پرېوځي

 نه لري تاب وجـود کـې هغسـې اوس

نوم اخيســـتو ســره دې ســم پرېوځي

هغه اوس سـتا يــادو تــه شپې رڼــوي

اوس په بستر باندې ډېر کم پـرېــوځي

داسـې تـنـهـا يــارانـو پـرېـښـــودمـــه

لـکـه لـه وږي چـې غــنـم پـرېــو ځي

څنګه به خوند له زندګۍ واخلو مونږ

چې بلا راشي زمونږ پۀ چم  پـرېــوځي

زه چـې مـقدامه سـتا يـادګار ليکــمــه

بـس نـو له ګـوتــو مې قـلــم پرېوځي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close