ادبشعرونه

غـــــــزل

ترخاورو لاندي پاک شهید په وینو رنګ ویده دی
که ستړی شوی دی ماشوم دمورتر څنګ ویده دی
طوطي ته ووایه څه وایي مـوږ ناترسو لره
پرګونګه ژبه خو د شناختو یو آهنګ ویده دی
دروح کوتره یې الـوتې ده په لیري سفر
دا چي بېغمه پر سپېره میدان ملنګ ویده دی
یویو ویښیږي پټه خوله درومي نا رې نه وهي
ځکه نو دلته هر سړی لا ښه په درنګ وید دی
د تناسب نري تارونه عقل څه پېژني
پرڅومره سپینه سینه څومره تور لونګ ویده دی
دبېلتانه لمرونو سوی لږ ارام تـه پرېږدئ
څه په خواږه خوب د لمبو خوا کي پتنګ ویـده دی
«حبیبه» ورو ورو به راځې د اتحاد خونې ته
داختلاف د دېوال سیوري ته لوی جنګ ویده دی

مفتي حبیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close