افغانستان

فراه کې ګڼ شمېر وسلې او نشه یې توکي ونيول شول

د فراه امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ګڼ شمېر وسلې او نشه یې توکي نیولي دي.
د خاک سفېد ولسوالۍ امنیې قومندان مولوي سید احمد فایز باختر آژانس ته وویل، چې د خاک سفېد ولسوالۍ امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د استخباراتو ریاست له ځواکونو سره په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په زرنج سیمه کې د شپنۍ ګزمې پرمهال له څو شکمنو کسانو څخه هغه وسلې، موټر او نشه یې توکي نېولي، چې یادو کسانو یې له سیمې څخه د ایستلو نیت درلود. نوموړي زیاته کړه، چې په دغو وسلو او توکو کې یو ویټس موټر، یوه پیکا، یو راکټ، دوه کلاشینکوفه، دوه چهل تیره، دیارلس د راکټ ګولۍ، شاوخوا څلور زره د پیکا مرمۍ او ۲۰ کیلو ګرامه چرس شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *