ټولنه اوکلتورلیکنې

فکري خپلواکي څه شی ده؟

فکري خپلواکي:

فکري استقلال دې ته وايي چي يو څوک د فکر په کولو او تصميم نيولو کې خپلواک وي او د هر شي په اړه ځان ته مستقل فکر لري، په دې معنی سره چې په اراده او تصميم کې تزلزل او وسوسه نه لري او د هر چا پسې نه روانېږي بلکې په هره موضوع کې ځان ته آزاد او پوره فکر لري البته په شرعي چوکاټ کې د ننه.

د فکري خپلواکۍ ځينې ګټې:

فکري استقلال هغه لوی نعمت دی چې الله تعالی يې هر چا ته ورکړي نو يقيناً چې هغه ته يې ډېر خير او عظيم فضيلت ورکړی دی.

څوک چې فکري استقلال ولري يقيناً چې هغه د فرد او ټولنې لپاره د مهمو ګټورو نظرونو پر لټولو او وړاندې کولو تخليقي قدرت او وړتيا لري او د هغه څه په وړاندې چې د ده پر شا اوخوا پېښيږي منطقي خپلواک دريځ غوره کولای شي.

څوک چې فکري خپلواکي ولري هغه هېڅ وخت د بل چا د منفي فکر تابع نه جوړېږي ځکه نو ته په خپلواک فکر د نورو سره مبارزه کولای شې او هغوی ته ماتې ورکولای شې.

د فکري خپلواکۍ فلسفه دا ده چې هېڅوک ستاسو د فکر په څېر کار نه شي کولای او نه هم بل څوک په تمامه معنی ستاسې نماينده ګي کولای شي ځکه نو ته بايد فکري خپلواکي ولري تر څو په هر ځای او هره فيصله کې خپل استقلال په ثبوت ورسوي.

څوک چې فکري خپلواکي ولري هغه د انفرادي مفکورې د جوړولو، د نورو پسې له تللو د ځان د آزادۍ، په ړندو سترګو له ساده تقليده د ځان ساتنې او د سختو کارونو د کولو استعداد پيدا کوي.

فکري استقلاليت په انسان کې داسې قوت پيدا کوي چې پر مټ يې صحيح کلتور اختيارولای شي، تحقيق کولای شي، رغنده تنقيد کولای او منلای شي او په ټولو معناوو د خپلواکۍ په هنر ځان ښايسته کولای شي چې په نتيجه کې فکري شتمني او هر اړخيزه نېکمرغي لاس ته راوړلای شي.

فکري خپلواکي فرد ته دا وړتيا هم ورکوي چې د واقعيت په اړه بحث وکړي او د واقعيت سره ټول ټکر شيان رد کړي، ترڅو په کړنو کې يې د منفي پايلو مخنيوی وشي او ټول هغه شيان دفع شي چې د ده په چاپېريال کې د واقعيت په زيان وي.

فرد د فکري خپلواکۍ په مرسته د ګڼو نظرونو او ليدلورو څخه حقيقت او واقعيت را ايستلای شي او ښه له بده جلال کولای شي همداسې ځان د نورو له منفي نفوذه خوندي کولای شي ځکه نو د خپلواک او مستقل فکر والا انسانه هېڅوک په خپله ګټه ناوړه استفاده نه شي کولای او نه يې هم د نورو انسانان پر ضد کارولای شي خو د دې پر عکس څوک چې مستقل فکر نه لري هغه تل د تزلزل په حالت کې وي او په هره خبره کې په هر چا پسې روان وي او همزمان د يوه شي په اړه د مثبت او منفي دواړو فکرونه کوي ځکه چې دوو جدا نفرو ورته معرفي کړی وي يوه د مثبت په نوم او بل د منفي په نوم، له بده مرغه چې دی خپله هم د تمييز او تفکيک فکر نه لري.

فکري خپلواکي فرد، ملتونه او ولسونه د انحصار، تسلط او غلامۍ خلاصوي او د پرمختګ او ځلېدلو لوري ته يې سوق کوي.

ولې هر فرد فکري خپلواکي غواړي؟

خپلواکي د کائناتو له پيدايښته د انسان فطرت دی چې په درلودلو يې ځان ته داسې چاپېريال برابروي چې خپل حاضر ژوند او راتلونکی کنټرول کړي او د صحي رضايت مرحلې ته ځان ورسوي.

فکري خپلواکي له پولو او وېرې پرته فکر کول او د خلاقيت او تخليقي افکارو خلاصول دي البته د مسلمان لپاره د ديني اصولو په چوکاټ کې د ننه.

فکري خپلواک انسان خپله آزادي ساتي او په هره موضوع کې بېله دې چې له نورو متأثر شي خپل نظر په مستقله توګه داسې ورکوي چې د ده نظر د ده استازيتوب کوي او د بل هيچا د استيازيتوب ښکارندويي نه ورڅخه کېږي.

فکري خپلواک ځکه په هره مبارزه کې بريالی وي چې په ځان باور لري او تل د خپل فکر په استعمال کې صادقانه زيار باسي.

فکري خپلواکي له عزم او ارادې پرته نه راځي همداسې هڅو، تجربو، د احساساتو کنټرول او له خلکو سره تعامل ته اړتيا لري.

څنګه د فکري خپلواکۍ خاوند کېدلای شې؟

۱ – په ځان باور ولرئ ځکه چې په ځان باور د برياليتوب لومړی راز دی البته په ځان د باور معنی دا نده چې تاسې نو د نورو انسانانو سره مشوره مکوئ، بلکې معنی يې دا ده چې د ځان څخه بې موقف مه جوړوئ چې هر څوک يوه خبره درته وکړي تاسې يې بس ورسره منئ.

۲ – مثبت و اوسئ، خپل منفي په مثبتو بدل کړئ او د خلکو له منفي نظرونو مه متاثره کېږئ ځکه چې له نورو تأثر ستاسو په ذهني فعاليت بده اغېزه کوي.

۳ – صبر وکړئ ځکه صبر د ټولو مبتکرينو او متفکرينو ځانګړنه ده او ښکلي مثبت شيان وخت ته اړتيا لري او صبر د پيغمبرانو او رسولانو خصلت دی.

۴ – په کار کولو کې ډېر کوښښ وکړئ ځګه په استقامت، جديت، لېوالتيا، ارادې او هوډ سره هغه څه چې تاسو يې غواړی لاس ته راوړلای شي او په دې باندې پوه شئ چې هېڅ شی پر آسانۍ سره لاس ته نه راځي.

۵ – خپل فکر تېز کړئ، په هره مسئله کې چې تاسو ورسره مخ کېږئ منطق وکاروئ او د هغو پخوانيو باورونو د ردولو لپاره کار وکړئ چې ستاسو د مثبت منطق او فکر سره تضاد لري.

۶ – خپلو افکارو ته په ډېر غور سره پاملرنه وکړئ، ممکن تاسې په خپل ژوند کې ډېر فکرونه ووهي خو هر فکر مو بايد د غور او تحقيقه ډک وي تر څو د شعوري تېروتني او انحرافه وساتل شي.

۷ – د منل شويو متفکرو اشخاصو فکرونه پر ځان را ټول کړئ او د دوی لاره تعقيب کړئ او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پر ځان هغه خلک راټول کړئ چې ستاسو د ننه عظمت ويني، ستاسو پر وړتياوو باور لري او ستاسو د هڅولو لپاره کار کوي.

۸ – په دې باندې باور ولرئ چې ټول کارونه مو کېږي ځکه باطني عقل ستاسو په بريا کې خورا لوی رول لري او تاسو کولای شئ ټول شيان ځانونو ته په خپله را جلب کړئ او دا په ياد ولرئ چې يو يا څو ځله له خپلې ناکامۍ مه مأيوسه کېږئ ځکه چې په هر شي کې پايلې ته اعتبار شته.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *