بېلابېلې لیکنېلیکنې

له شرعي نصوصو د یوې آلې په توګه استفاده

د ګردي میز چلوونکې ښځه وه، یو برخوال د هغې له خبرو او کړنو ډیر په تنګ شو، ویناوالو ته یې وخت نه ورکاوه، آن د هغوی د ناستې په څوکیو کې هم غږېده، په هر څه کې یې کار و، ډیرې خبرې یې کولې او د فصاحت هڅه یې کوله.
کله چې د سړي نوبت راغی، اولنۍ خبره یې دا وه چې، په حدیث کې راغلي، هغه قوم نه شي کامیابیدای چې ښځه یې مشري کوي.
مطلب یې حدیث نه و، له ده سره د ښځې چلند ته یې اشاره وه. ولې مونږ د شخصي غچ په خاطر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه د یو چا په وړاندې د برید، انتقام او سپکاوي د وسیلې کار اخلو؟! له خپلې میرمنې سره یې شخړه راغله، دواړه غصه وو، خبرې تبادله کیدلې. په دې کې سړي خپلو جنګي کرښو ته شرعي نصوص راکاږل او ویې ویل: هو، ته ملامته نه یې، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي، ستا عقل او دین دواړه ناقص دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله خپلو میرمنو ته دا خبره نه ده کړې، نه یې هغوی ته پیغور ورکړی او نه یې د هغوی توهین او سپکاوي لپاره داسې ویلي دي. که بشپړ حدیث ته وګورو، هلته یې د یو ښکلي، لطیف او راښکونکي مطلب لپاره د مقدمې په توګه فرمايلي چې، د عقل او دین ناقصانې (ښځې) په سړیو باندې تر بل هر شي زیاتې غلبه مومي. هلته که کلمې او عبارتونه له سیاق او مناسبت څخه ونه باسو، معنی یې واضحه ده. په تجارت کې یې تاوان وکړ، له شریکانو سره خفه شو، پیسې لاړې او د ګټې خوبونه اوبو یووړل. په یوې میلمستیا کې تصادفا له پخوانیو شریکانو سره مخ شو. کله چې د لمانځه وخت شو، امامت ته مخکې شو. په اولني رکعت کې یې دا ایت قرائت کړ: ژباړه: «اوس چې دغه ظالمان څه کوي، نه الله(ج) له دوی څخه غافل مه گڼه. الله(ج) خو دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې داسې حالت به وي چې سترګې یې نېغې رړې پاتې شي.» (ابراهیم سورت- ۴۲ آیت) په دوهم رکعت کې یې دا قرائت کړ: ژباړه: « آیاته نه گوري چي ستاره د فیل له خاوندانو سره څه معامله وکړه.» (د فیل سورت(1) آیت). د حال په ژبه یې پخواني شریکان، چې شا ته یې ولاړ و، تهدیدول. یوه تجارتي قضیه چې په محکمه کې تر څیړنې لاندې ده، په یوه دیني جګړه اوړي. د قضیې یو طرف په قرآني ایتونه خپله ملا تړي، هغه ایتونه چې نه په دې مورد کې نازل شوي او نه په دې خاطر نازل شوي چې د دوه کسانو ترمنځ بدبیني او فاصله زیاته کړي. شریکانو یې هم په خپل نوبت له لمانځه وروسته ګواښونه وکړل. د لمانځه دغه معنی او حیثیت خو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نه دی ثابت شوی.
په شخصي مواردو کې له شرعي نصوصو څخه دغه ډول استفاده د علمي او دیني امانت تقاضا نه ده. ممکن د دې لامل شي چې ډیر ضعیف النفسه او کم علمه خلک له شرعي نصونو انکار وکړي، سپکاوی یې وکړي او په زړه کې یې ورسره کرکه پیدا شي.
دعوت یو امانت او مسئولیت دی، باید د خلکو په زړونو کې له دین، پیغمبر او رب سره مینه پیدا کړو. د دې مینې لپاره اړینه ده چې دیني نصوص او ایماني ارزښتونه له شخصي جنجالونو لرې وساتو او خلکو ته یې په دې بڼه وړاندې نه کړو.

لیکنه: سلمان العوده / ژباړه: نبراس الحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *