دینې لیکنې

مفتوحه ښارونو کې له هوسا ژونده وېره!

حسان مجاهد
عتبه بن غزوان د امير المؤمنين عمر فاروق (رضی الله عنهما) له خوا د «أُبله» غزاته له يو وړوکي لښکر سره دمشر په توګه وليږل شو، نوموړي «أُبله» ښار ديو غوره تکتيک له مخې فتحه کړ، هغه داسې چې کله دوی ښار ته دننوتو په حال کې و؛ نو عتبه بن غزوان (رض) يو شمېر هغو میرمنو ته چې دمسلمانانو له لښکر سره يې ملتيا کوله؛ امر وکړ چې دلښکر شاته راځئ، بیرغونه پورته کړئ او په موږ پسې له شاه خاروې بادوئ! کفارو چې دمسلمانانو په لښکر سترګې وليدې نو په خپلو منځو کې يې وویل «مخته دمسلمانانو يو مخکښ پلاوی را روان دی او له شا ورپسې دومره لوی لښکر را روان دی چې غبار يې په هوا کې ګرځي. بالاخره دښمن ښار خالي کړ، قيمتي او سپک وسايط يې له ځانه سره یوړل او پاتې نور وسايط دمسلمانانو لاس ته غنیمت ورغلو، په دې ورځو کې د« أُبله» ښار يو اوسېدونکی مدينې منورې ته راغی او مسلمانانو ترې وپوښتل: په«أُبله» کې دمسلمانانو څه حال و؟ نوموړي ور غبرګه کړه « له څه شي يې پوښتنه کوئ، دوی ته مو سالم ښار ور پريښودل او اوسمهال سره او سپين زر تلي!» ددې خبرې په اورېدو سره ډيرو مسلمانانو «أُبله» ته مخه کړه. عتبه بن غزوان (رض)چې په مفتوحه ښارونو کې د مسلمانانو هوسا ژوند وليد، نو وډار شو چې هسې نه مسلمانان پردي(دکفارو) اخلاق خپل کړي او د جهاد او قتال روحیه يې له منځه ولاړه شي؛ نو په دې پار یې عمر بن خطاب (رض) ته خط وليږل او دعراق په «بصره» ښار کې د نوي ښار دجوړولو او هستوګنې اجازه يې وغوښته او عمر (رض) هم ديادې پريکړې اجازه ورکړه. په دې وخت کې مسلمانانو يو له بله دځمکو په نيولو او ودانۍ جوړولو کې سیالي کوله، خو عتبه بن غزوان (رض) د ځان لپاره د کالیو يوه خيمه جوړه کړه؛ ځکه نوموړي فکر وکړ چې دنیا خلګو ته را روانه ده، پخوا يې له «ارز» غوندي کمزوري خوارک څخه بل څه نه پيژندل، خو اوس د اوړو، عسلو او غوړیو حلواګانې خوري.
نوموړی ددنیا له امله په خپل دین او آخرت وډار شو.
یوه ورځ يې د کوفې په مسجد کې خلګ سره راټول کړ او لاندې وینا يې ورته وکړه: «ای خلګو! نړۍ فاني کيدونکې ده، ژر ده چې له دې فاني نړۍ څخه به هميشني کورته کوچ وکړئ؛ بايد خپل همیشني کورته له غوره اعمالو سره ورشئ. زه په رسول الله ﷺ باندې له لومړنيو ايمان راوړنکو څخه اووم تن یم، موږ به د ونو له پاڼو پرته د خوراک لپاره بل څه نه لرل. یوه ورځ مي يو څادر په منځ دوې ټوټې کړ، چې نيمه برخه يې ما دځان لپاره لنګ کړ او پاته نیمه برخه مي سعد بن ابي وقاص (رض) ته د لنګ لپاره ورکړه. نن ورځ له هغو مخکينو کسانو څخه هر يو ديو ښار مشر ټاکل شوی ده او په يوه دنده بوخت ده. زه په رب سره له دې پناه غواړم چې خپل ځان راته غټ ښکاري په داسې حال کې چې دالله تعالی په نزد هيڅ ارزښت نه لرم» له دې وروسته نوموړي دځان لپاره یو خلیفه پريښودل، له خلګو سره يې مخه ښه وکړه او مدينې منورې ته راستون شو، عمر (رض) ته يې له خپلې دندې د استعفا وړاندیز وکړ، خو هغه يې دا پريکړه ونه منله، دهغه امر يې په نا خوښه زړه ومنل، په اوښه سپور شو او له ځان سره وايې «يا الله! بیرته مي مه راګرځوه!» دعا يې قبوله شوه او له مدينې منورې سره نږدې په یو ځای کې له اوښې را پريوت او خپل رب ته يې روح وسپارل. [صور من حياة الصحابه ص ۴۰۴] نن ورځ دافغانستان فتحه او ښارونو ته د طالبانو ناڅاپي ورتګ؛ له پورتنۍ پيښې سره ډيره ورته ښکاري، د الله تعالی یو وړوکی او له هر پلوه کمزوری لښکر د نړۍ په يوه زبر ځواک باندې بریا تر لاسه کړه، هغوی په تيښته بريالي شو، له مهماتو او غنائمو څخه ډک مراکز، فوځي تجهيزات، ذري موټر او ستري او رنګينې ودانۍ يې ور پریښودلې. په اوسني حاکم نظام کې مؤظف کسان باید د عتبه بن غزوان (رض) د خدای پاماني وروستي او له درده ډک وصیت ته وګوري او عملي يې کړي، دهغه په شان باید په مفتوحه ښارونو کې له عيش او عشرت، هوسا ژوند او پراخو نعمتونو څخه وډار شي، هره لحظه بايد دتېر وخت ستونزي او کړاوونه، ناخوالې او قتلونه مخې ته کيږدي؛ ترڅو د جهاد او مبارزې روحيه له لاسه ورنه کړي او په موجوده لاسته راوړنو او پرمختګونو يې دشکر احساس ژوندی شي او خپلو دیني او ملي دندو ته متوجه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *