لیکنېمقالی اوتبصرې

ملا صيب د دې زمانې نه و

د لسم تلين په مناسبت

که چېرې د مبارک ( رحمه الله) ژوند مطالعه کړو وبه پوهېږو چې ارواښاد د دې پيړۍ له انسانانو په کامل ډول مستثناء و، سر يې له خالق پرته هېڅ ډول مخلوق ته ټيټ نه کړ نننۍ نړۍ ته به دا جالبه وي چې د يو داسې هېواد چې په هېڅ مو نه شمېره او بیا په ياد هېواد کې د يوې داسې سيمې چې د ژوند له ټولو سهولتونو لرې او کلیواله سيمه کې څنګه يو داسې شخص پيدا کېږي چې د نړۍ په څلورو اطرافو کې محبوبيت پيدا کوي آن دښمن يې په غيرت اعتراف کوي او په دې ویاړي چې دښمن مو ده نړۍ به زما په آند کله هم داسې فکر نه و، کړی چې دا ملنګ به موږ ته تر لسيزو سر درد جوړېږي او په ميراث به يو داسې صف پرېږدي چې د نوموړي په څېر پوخته او قاطع وي.
د ملا صيب (رحمه الله) د واکمنۍ پرمهال ځینو کتابونو محفوظ کړي او يا له خپلو مشرانو يې اورو بیايی مو د اسلام د دوهم خلیفه دورې خلافت ته زما په آند ځينو ته هغه کیسې افسانې ښکارېدې خو رب يې په دې پېړۍ کې بېلګه را وښوده تنها هغه نه ابراهيم(عليه سلام) ته له اوره نجات ورکول، يوسف (عليه سلام) څاه کې له مرګه ژغورل او محمد (صلی الله عليه وسلم) د مشرکينو له لوي دامه ژغورل د ملاصيب په دولس يا دریارلس کالو سالم پاتې کېدلو د مؤمنانو عقيده لا پياوړې او رب منکرينو ته خپل شتون او وحدانيت ثابت کړ حال دا هغه ټکنالوژي چې د ځمکې لاندې يې د اشياؤ ليدلو ادعا کوله نه د ملاصيب په اسيرولو او شهيدولو ونه توانېدل عموماً چې حکومتونه نړېږي روحيه ځپل شوي وي چارواکي يې زبون وهلي وي خو ملاصيب له نورو ډېر متفاوت او د رب په نصرت باورمند و، د خپل حکومت له ماتې څو ورځې مخکې د اشغالګرې ټکنالوژۍ پر ضد مبارزې او د بیا راګرځېدو هوډ څرګندوي تنها په دې اکتفاء نه کوي د ماتې پېشنګويي يې هم ورکوي تر څنګ خپل ملت ته ډاډ هم ورکوي چې رب له موږ سره ده هغه وخت مغرورې نړۍ او اشرباڼو يې ليونتوب باله خو بې خبر له دې چې په رښتيا له ثالث عمر سره مواجې شوی شل کاله مخکې شيخ اُسامه يو امتحان و، که غرب ته ورکړل شوی وی هم به رب ناراضه او هم به د محمد(صلی الله علیه وسلم) ګاونډیان را څخه خفه وو خو ملا صيب و، چې نظام يې له يوه مسلمان قربان کړ د مسلمانو ملتونو ترمنځ يې باور پياوړی کړ او د هېچا ملامتۍ له خپل دريځ منحرف نه کړای شو د ملاصيب پورتني اوصاف ، ځانګړنې په رښتيا خلک دې ته مجبوروي چې ووايي د دې زمانې سړی نه و او نه د دې عصر قلموال يې شخصيت قلمبند کولای شي جديت، قاطعيت، اسلامي اوامرو ته سر ټيټی ، عملاً يې نافېذول ، لوړه حوصله، په مسلمان مهرباني او له کفر سره سختي يې عادت ګرځېدلی و .

احمد منصور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *