سرمقالې

د پوځ فکري او مسلکي روزنه ګړندۍ هڅې غواړي!

د هېواد د نظامي مسؤلينو پر وينا دا وخت زموږ د وسلوال ځواک شمېر تر يونيم لک پورې رسېدلی او د دوی پرلازياتولو هم کار روان دی. په دې کې شک نشته چې د پوځي ځوانانو زياتره برخه به حتماً هغه مجاهدين وي چې کلونه کلونه يې په جنګونو، نښتو او تعرضي يا دفاعي جګړو کې تېر کړي، خو څرنګه چې هغه مهال د خاصو شرايطو له امله مجاهدينو څه داسې منظم او دايمي ټولګي نه لرل،بلکې د هېواد هر با احساسه ځوان به د مناسبې موقع په موندلو له نورو مجاهدينو سره په ځينو عملياتو کې ګډون کاوه، همدا وجه ده چې اوس په نظامي برخه کې زموږ مسلکي کسان ډېر کم دي. بله وجه ښايي دا هم وي چې يو غټ شمېر نظامي کسان دا وخت په ملکي ادارو کې هم په چارو ګمارل شوي. پر دې اساس ښکاره ده چې وسلوال ځواک په هر صورت له فکري او مسلکي پلوه هر اړخيزې روزنې ته اړتيا لري. په دې معنا چې هم يې د ليک لوست او ديني تعليم او تربيې غم وخوړل شي، هم په نظم او قانون پوه کړای شي او هم پوره نظامي زده کړه او روزنه ورکړای شي. البته دغه چاره په زياترو نظامي قطعاتو کې څه ناڅه روانه او وخت پر وخت يې له لنډمهالو کورسونو د فراغت خبرونه خپرېږي خو بيا هم دا اندېښنه پرځای ده چې يونيم سل زره شمېر ته په کتو ښايي په عسکري تدريب کې شاملو مجاهدينو شمېر ډېر کم وي. له همدې نه دا اټکل هم کېدای شي چې غالباً په زياترو عسکري ټولګيو، غونډونو، کنډکونو او لېواګانو کې به د غټ شمېر ځوانانو قېمتي وختونه هسې ضايع کېږي. په داسې حال کې چې زموږ نوی خپلواک شوی هېواد په هره څانګه کې زښته ډېر کار، چټکو اقداماتو او جدي هڅو ته جدي اړتيا لري. موږ دا يادونه هم ضروري بولو چې تر شمېر زياتولو د پوځ ښې روزنې ته زياته پاملرنه په کار ده. سمه ده چې په هېواد کې د نظم، ټېکاو او امنيت ساتنې لپاره کافي شمېر عسکري ځواک ته ضرورت دی، خو دا چې اوس زموږ اقتصادي وضعيت کمزوری او د پوځ لګښت هم دروند دی، بناءً که له هر څه وخته په همدې کچه قناعت وشي، ښه به وي. ځکه نن سبا په نړۍ کې هسې هم يوازې پر بشري ځواک او د افرادو پر زياتوالي څه ډېر حساب نه کېږي، بلکې يو کوچنی ټولګی مسلکي او ماهر کسان د نوې ټکنالوژۍ پرمټ د زرګونو خلکو کار کوي. په دې کې هم څه شک نشته چې د يو روزلي، ژمنم او مسلکي پوځ جوړول او سمبالول يقيناً اوږد مهاله چاره ده چې طبعاً کافي وخت او ډېر لګښت غواړي،خو دا چې هېواد ته راپېښې ننګونې هم زياتې او خطرناکې دي، تر دې چې زښته ډېر دښمنان مو شپه ورځ لګيا دي ډول ډول دسيسې او توطيې جوړوي څو له هرې ممکنې لارې زموږ په هېواد کې ګډوډي، نا امني او بې ثباتي را منځ ته کړي، له همدې امله موږ ته هم په کار ده چې که له هرې لارې وي، بايد دومره مالي وجوهات راوګورو چې زموږ د همدغه محدود لښکر لګښتونه پوره او د ښې روزنې لپاره يې بسنه وکړي. دغه راز موږ بايد د خپل هېواد د اردو د هغو خطاو له تکراره هم مخنيوی وکړو څه چې يې له سردار داؤد خان سره وکړل او بيا يې د شوروي يرغلګرو ترڅنګ د خپل ملت پر خلاف جګړه شروع کړه. پوځ ته بايد وښوول شي چې د هغوی ايماني، ملي او وطني مکلفيت دا دی چې په هر ډول حالاتو کې د خپل هېواد او ملت ګټې وساتي او د څو مغرضو، اجيرو او رشوت خورو اشخاصو د ځاني ګټو پر حصول کې خپل ځانونه قرباني نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *