دینې لیکنېلیکنې

په روژه کې د بيوزلو لاس نيوى وکړئ

الله تعالی په خپل لوی حکمت سره د خیر لارې يې د بشریت د سعادت او نیکمرغۍ لپاره پرانیستي دي. یو له دغو ډاليو څخه، د روژې مبارکې مياشتې روژه ده له شک څخه پرته په دې مياشت کې چې له ښيګڼو او برکت څخه ډکه، د نفس د تزکيې او باطنې پاکوالي سربیره د الله تعالی په وړاندې عبادت دی. په دې میاشت کې د انسان اخلاقي، ټولنيز اړخونه او هم د هغه معنویت روزل کيږي او د مسلمانانو ترمنځ د ترحم، عاطفې، همغږۍ او خواخوږۍ روحیه رامنځته کيږي.
روژه لرونکی کس، په ځانګړې توګه هغه شتمن چې د ایمان او صداقت له مخې روژه ولري؛ هغه مهال چې ولږه او تنده احساس کړي، د بيوزلو او ناتوانو کسانو حالت ته يې پام را اوړي. د بيوزلو او ناتوانو کسانو د درد احساسول په حقیقت کې د الله تعالی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم اوامرو ته غاړه ایښودل او له هغوی څخه اطاعت کول دي. د بيوزلو لاسنیوی او محتاجو کسانو سره مرسته ددې میاشتې د فضایلو درک کول دي، ځکه دا میاشت، بيوزلو ته د مرستې میاشت ده.
همدارنګه د عبادت د قبلیدو لپاره، غوره ده ترټولو لنډې او اغيزمنې لارې ولټوو چې یو له دغو لارو څخه د خدای مخلوق ته خدمت دی. له بلې خوا؛ بیوزلو ته مرسته د اسلامي عدالت له مظاهرو څخه دي او دا عمل د اسلامي ټولنې د ستنو د ټینگښت لامل
نن ورځ ښه فرصت دی چي دا کار وکړو ، د خپل ورور لاس ونيسو ، د خپل ورور غم و خورو، د خپل ورور مشکل حل کوو، د خپل ورور په مشکل ځان خبر کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو ، ځکه روژه دبرکتونو میاشت ده موږ باید هڅه وکړو ترڅو په دې میاشت کي ثوابونه خپل کوو ، په دې میاشت کي بېوزلو، محتاجو او اړمنو کسانو او کورنيو ته صدقه یا خیرات ورکړو ، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د الله د رضاء د لاسته راوړو سبب ګرځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: په پټه خیرات کول د الله د غضب مخه نیسي. (صحیح بخاري) په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي ” الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار” (ترمذي ) یعني خیرات کول ګناهونه داسي محو کوي لکه اوبه چې اور محو کوي .
زید بن خالد رضی الله عنه وايې رسول الله(ص) فرمایلي دی: هغه څوک چه یو روژه دار ته روژه ماتی ورکړی ددی کس اجر هم د هغه روژه دار هومره دی بغیر د کوم کموالی نه) ترمذی
د هغو کسانو د زړه لاسته راوړل چې له شک څخه پرته په هغه کې د خدای جل جلال رضایت دی د لوی اجر او ثواب څخه به برخمن شو. د مسکینانو د ستونزو هوارول او یتیمانو ته خندا وربښل د هر مسلمان مکلفیت دی. که ددې مبارکې مياشتې په هره ورځ کې مونږ بیوزلو سره د مرستې هوډ ولرو، ښکاره ده چې ټولنه به مو له فقر او بیوزلۍ څخه وژغورل شي، ځکه د یو انسان په بل انسان باندې مهربانې د الله تعالی د مهربانۍ لپاره یوه انګیزه ده. لازمه ګڼو چې ایماندارو، خیرپالو، شتمنو او هغه مسلمانان چې زیات مالي امکانات او پیسې لري، په دې له فضیلت څخه ډکه میاشت کې بیوزلو، محتاجو، کونډو، یتیمانو معلولینو سره مرستې ته په صداقت او ایماندارۍ سره ورودانګي او خپل دیني او انساني مکلفیتونه ترسره کړي. راځئ چې د خپل آخرت د کر حاصل په همدې همپالنې او همکارۍ سره زیات کړو

زرداد شينوارى

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *