ټولنه اوکلتور

زه هم یتیم یم..!؟

اخ 😭 لا تر اوسه د بابڪ په شهادت ندی خبر.!!
د دوستانو کور ته ددوئ د احوال اخیستلو لپاره ورغلم.
گورم چې د کور انگړ کې گلالئ ماشوم لوبو باندې په داسې حال ڪې مصروف دی چې ببر سر ، په خاورو او دوړو ګرد جن ڪالي یې لا نور هم ګردجن کول، خو د یتیم والي اثرات ورباندې له ورایه ښڪاریدل ور غږ مې ڪړه څه شئ کړې وا احمد جانه را ویې ڪتل د موسڪا په ډول یې راته وویل ساعت تیري کوم، ما هم دده دلوبو حالت ته تغیر ورنکړ.
یتیم احمد جان هم دا ونه ویل چې میلمه راغلو نه!! نه!! هېڅ غبرګون یې ونه ښود لا یې ښه په خوند خپلو لوبو او ساعتیري ته ادامه ورکړه.
نور مې د ڪور کوربانه ته د ددوئ د شتون او نشتون غږ ور وڪړ.
د شهید د کور کونډې، نازولو یتیمانو سرپرست راووت هر ڪلئ یې راته وکړ.
ما هم ورسره ستړئ مه شي، او ترې ومې پوښتل څه حال مو دئ په ژړغوني اواز یې را غبرګه ڪړه سوړ حوصلئ یې وکیښ،بس ژوند دئ تیروو یې!! ته یې هم وینې😭د یتیم احمد جان خواته یې وڪتل زړه مې ودردیده نور د حرکت انرژي زما هم ختمه وه،دواړو د یتیم احمد جان په لور ڪتل چې لوبې ڪوي او ڪله ڪله په خپل فڪر کې موسڪا وکړي، دده موسڪا نور هم د غم خواته یوړو.
د شهید جانان کونډې او نازولو یتیمانو سرپرست ته مې وویل اجازه ده زه هم له یتیم احمد جان سره د لوبو خیال ته لاړ شم.!!
داچې دې حالت زیات ودردولو😭 فقط د هو پشان د اشارې سر یې راته وښوراوه او بس.!!!
د یتیم احمد جان خواته ورغلم ورته مې وویل شیرینه څه شی ڪړې دې خاورو،خځلو او دوړو ڪې په نازنینه وړه لهجه یې راته وویل.
د تایې څه..!؟ځه لاړ شه ګوره.! ڪه مې پلار جان راغلو ورته وایم چې ما لوبو او ساعت تیري ته نه پریږدي.
نه!نه پلار جان ته دې ونه وایې هغه مې بیا خپه کوي.،هو لاړ شه ځه.!!
احمد جانه ته ولې سبق نه وایې؟
احمد جان راته وکتل او ویې وویل زما قلم ،کتابچه او سپاره نشته.!!
زه به یې درته واخلم راځه.!!
نه پلار جان مې یې را وړي ته یې ولې راته اخلې؟
خیر خو ډیر به دې شي. نه!!نه!! بیا مې مور قهرجنیږي ماته هر وخت وایي له چا څه ونه غواړې.،پلار یې دې درته راوړي.
ښااا ته راځه دواړه داسې چکر ووهو،تر لاس مې ونیوو روان شوو.
احمد جانه نور څه حال دی غورې راته وکړه.!!
په ماشومه لهجه یې راته وویل د پلار جان ملګري مې راغلل زما پلار ته یې غږ کړ راځه چې چیرته لاړ شو…. پلار جان مې نوې جامې واغوستې موترسایکل یې چالان کړ دده په ژبه توپک او جانټه یې وا چول نور هاسې د دوکانو په لار لاړو.
ښااا احمد جانه راځه دوکان ته دې بوځم نوې کالي،خولئ،بوټان به درته واخلم بیا یې هماغه خبره کوله مور مې قهرجنیږي،او پلار جان مې یې راوړي.
احمدجانه:پلار جان به دې راشي؟
هو.!!خود به راشي هغه یې له ملګرو سره جنګ ته تللی.
افسوس افسوس لا یې ماشوم بچئ پدې نه پوهیږي چې پلار یې شهید شوی.
او دی یتیم شوئ. اه😭بلخوا د همدې یتیم مور جانې د میوند د ملالې پشان خپل عزم کې د زرې تغیر هم نه وو راوستلی لوږې، تندې،د یتیمو بچو وچې شونډې،زاړه ڪالي،شلیدلي بوټان، او نور هغه څه چې دا هر وخت درد وي، او د خپل ژوند د خواږه ملګري د فراق شپې ورځې په مات او دردیدلي زړه سبا بیګاه ڪوي.
بیا هم ددې ملالې میړانې د ویده ځوانانو د جهالت په خوب ویده ضمیر ولې ویښ نڪړ؟ چې حتا اوس هم مستعمره دي.؟
او همدا شان د یتیم چاودلو شونډو،ببر سر،په خاورو او ګردونو خړو جامو چې د چا ویده ضمیر را ویښ نڪړ؟بیا به تر مرګ را ویښ نشي.
ګوره د وخت حاڪم، مسئوله پام نازولي یتیمان،پتمنې تورسرې درنه هیر نشي، دوی اوس هم د هماغه پلار بچیان او همغه اتل عرب عزام پشان د ژوند ملګري ملاله ده چې د ژوند ټولې ترخې ،ناخوالې ستا د همغه ملګري د راتلو او تل تللي لپاره تیروي او په ده اتل بار خاورو ته شپې او ورځې سبا بیګا کوي.
نوټ: د یتیم نوم مې احمد جان ځڪه ذکر کړئ چې د لیکنې توازون وساتل شي.
چې چیرته تللی وم هغه یتیم احمد جان نه نومیږي.

لیڪنه: مدثر افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *